د تروما ځواب ویونکې د ټولنې پخلاینه (ټي آر سي آر)

ټي آر سي آر په فرهنګي توګه خپل شوي د تروما ځواب ویونکې اروا-پوهې پروګرامونه وړاندې کوي چې پر افرادو او ټولنو باندې د اروايي تروما د اغېز په ګوته کولو او ځوابولو له لارې د ټولنې پخلاینه په ګوته کوي.

شالید

د افغان سولې مذاکرات د متحده ایالتونو-طالبانو پر هغې هوکړې باندې مبنی دي چې د ۲۰۲۰ کال په فبروري میاشت کې لاسلیک شو. د سولې اوسنۍ پروسه دا فرصت لري چې نه یواځې له ۲۰ کلونو شخړې وروسته سوله راولي، په داسې حال کې چې هغه ټولنیز او اقتصادي پرمختګونه هم حفظ کړي چې ډونر ټولنې یې د ترلاسه کولو لپاره کار کړی دی، بلکې د دې ډاډ هم ورکړي چې افغانستان به نور د هغو ډلو پناه ځای نه وي چې د منطقې سولې او ثبات ته ګواښ اوسي. په افغانستان کې د سولې پروسې او ثبات بریا به د ټولنیزې همغږۍ رامنځ ته کولو، پخلاینې راوستلو او د سولې خبرو کې شمولیت ته د ځای ورکولو په سملاسي هڅو پورې اړه ولري.

د ټي آر سي آر پراختیا

د ډونر تمویل شوي دې نوښت د څېړنې لپاره کلینیکي چوکاټ وړاندې کولو چې په افغانستان کې د سولې پروسې د یوې برخې په توګه د تروما ځواب ویونکې د ټولنې پخلاینه یې حمایه کوله، او هدف یې ټولشمولیت او خوځښت رامنځ ته کول و.

د افغانستان نقشه

دې نوښت له افغانانو څخه د لاندې شیانو په اړه پوښتنه کوله، په ننګرهار، کندهار، هرات او بلخ ولایتونو کې: روغتیا، هوساینه؛ د شخړې اغېز، اړیکې، ټولنه، عقیده؛ او د سولې لپاره د دوی هیله.

د ډېرو موضوعاتو په اړه د خلکو نظر یو ډول و. دوی وویل چې:

  • نږډې هره کورنۍ د رواني اختلال له امله اغېزمنه شوې ده (له رواني ناروغیو سره مخ دي)
  • په هغو سیمو کې چې اوس مهال په کې شخړې روانې دي، هره کورنۍ یو شخص پېژني چې عصبي شوک یې تجربه کړی وي (اروايي تروما)
  • ډاکټرانو او ارواپوهانو ته لاسرسی سخت دی یا ډېر قېمته دی
  • خلک لاندې شیان تجربه کوي:
    • ژر په غوسه کېږي او خلکو ته ښکنځل کوي
    • خپل غاښونه چیچي
    • د وینې فشار یا نبض یې جګ وي
    • خوب نه ورځي
    • تل وارخطا وي
    • خبرې یې نه خوښېږي یا خلکو ته غوږ نه نیسي او یواځیتوب خوښوي
    • ژور خپګان لري یا بې حسه وي
  • دا ستونزې د خلکو، ډلو او ټولنو ترمنځ د تهاجم سبب ګرځیدلې دي.
  • که څه هم په ټولنه کې خلک یو د بل ملاتړ کوي، خو خلک د مرستې په چل نه پوهېږي.

د دې نوښت له لارې خلکو دا وویل چې ټولنې زده کړو او مهارتونو ته اړتیا لري چې له خپلو ځانونو سره مرسته وکړي او له هغو خلکو سره مرسته وکړي چې له رواني ستونزو څخه کړېږي.

د ټي آر سي آر د زده کړو پروګرام د همدې غوښتنې پر بنسټ چمتو شو ی دی

دا پروګرام ښځو او نارینه وو ته ساده، د لاسرسي وړ، ازاده ښوونه او روزنه وړاندې کوي. دا پروګرام په آنلاین توګه د لاسرسي وړ دی، د نوملیکنې لپاره یې یو برېښنالیک ته اړتیا ده. په دې پروګرام کې به خلک د عصبي شوک او رواني اختلال د نښو نښانو راکمولو لپاره اسانه کاریدونکې، او ثابتې شوې طریقې زده کړي. هر څوک یې زده کولی شي؛ د هغو کسانو لپاره چې لوست کولی شي یو آنلاین کورس موجود دی؛ او کله چې آنلاین کورس بشپړ شي خلک یې بیا په خپلو ټولنو کې نورو ته تدریسولی شي.

روزنې ته د نوملیکنې لپاره، دلته کلیک وکړئ او آنلاین فورمه ډکه کړئ.