د ټي آر سي آر دا ښوونیز پلیټفارم په ۲۰۲۱ کال کې د ډونر د تمویل شوي نوښت په توګه تاسیس شو چې په ټوله نړۍ کې، د شخړې پر مهال او له شخړې وروسته، له ټولنو سره مرستې وکړي..

په ۲۰۲۰ کې، یو ارواپوهنیز کاري چوکاټ چمتو کړل شو چې د تروما-ځواب ویونکې، مساعدوونکې تګلاره ولري څو له تروما وروسته خلکو او ټولنو سره مرسته وکړي او پر انفرادي، کورنۍ، د ټولنې او ملي کچه باندې د سولې راوستلو ملاتړ وکړي، چې نوم یې د تروما ځواب ویونکې د ټولنې پخلاینه (ټي آر سي آر) کېښودل شو. د چوکاټ تکامل کوونکی طبیعت د دې لپاره طرحه شوی دی چې له وضعیت سره سمو حل لارو تضمین وکړي؛ د ټولنو د ټولنیزو او فرهنګي اصولو ملاتړ ته په درنه سترګه وګوري، په داسې حال کې چې هغه رواني او نیورولوژیکي تغیراتو ته ځواب ووايي چې په افرادو کې د خپګان او فشار له امله رامنځ ته کېږي او پر نورو ډلو باندې هم اغېز ښندي.

ټي آر سي آر په ټولنو کې د تروما او شخړې د اغېز د ځوابولو لپاره یوه تکاملي تګلاره ده. دا تګلاره د مجربو ارواپوهانو، د شخړو د مشاورینو او بشري متخصصینو له خوا حمایه کېږي. د ټي آر سي آر مشري د برتانیې مېشتې نړیوالې ادارې سیف هیون له خوا کېږي چې په بحران، ناوړه پېښو، او د تروما ځواب ویونکې اروايي پاملرنه کې تخصص لري.